نړۍ

د مسکو یو پوځي پلاوی د مرکزي افریقا جمهوریت ته تللی

د روسيې د دفاع وزارت مرستیال یونس بیک یوکوروف په مشرۍ د مسکو یو پوځي پلاوی د جمعې په ورځ مرکزي افریقا ته ولاړ او ددغه هېواد له چارواکو سره یې وکتل.

له مالي او بورکینافاسو وروسته دا درېیم هېواد دی چې روسي پلاوی په تېرو څو ورځو کې ورته سفر کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د واګنر ډلې جنګیالي له ۲۰۱۸ کال راهیسې په مرکزي افریقا جمهوریت کې فعالیت لري او له فاستین آرچنج توادرا سره له مخالفو جنګیالیو سره د مبارزې په کار کې له نوموړي هېواد سره مرسته کوي.

واګنر ډلې په مرکزي افریقا کې د سرو زرو یو کان هم په واک کې لري.

د رپوټونو له مخې، روسیه غواړي د هغو دولتو خلاف چې د لوېدیځو هېوادونو له ملاتړه برخمن دي د کودتاګانو زیاتوالي ته په پام سره، په افریقايي هېوادونو کې خپل نفوذ زیات کړي.

له بلې خوا، د یوګني پریګوژین له مړینې وروسته په مرکزي افریقا او ددغې وچې په یو شمېر نورو هېوادونو کې د واګنر جنګیالیو حضور ناڅرګند دی.

د امنیتي چارو یو شمېر شنونکي وايي، ښايي د روسيې دولت؛ اوس پر دغې دلې د لازیاتې څارنې په لټه کې وي.