ورزش

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له بنګلادېش سره د دوستانه لوبې لپاره تیاری نیسي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ له بنګله دېش سره د دوو دوستانه لوبو لپاره د چمتووالي په حال کې ده. د دې چمتووالي په دوام د هېواد ملي لوبډلې په ډاکه کې په یوه تمریناتي غونډه کې هم ګډون وکړ.

افغانستان به د وږي په ۲۱مه د فیلیپین د فوټبال له ملي لوبډلې سره په یوه دوستانه لوبه کې هم مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چې د یو تمریناتي کمپ د ترسره کولو لپاره بنګله دېش ته تللې، د څو دوستانه سیالیو لپاره یې په دغه هېواد کې تمرینات ترسره کړل.

دغه تمرینات د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شول.

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې د بنګله دېش د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه لوژیستیکي او دوستانه سیالیو لپاره چې ټاکل شوې د ۱۴۰۲ کال د وږي په ۱۳مه او ۱۶مه نېټه ترسره شي، د کویټي مشر روزونکي عبدالله المطیري تر څارنې لاندې تمرینات پیل کړل.

جبار شیرزه، امرالدین شریفي، ذوالفقار نظري، عبدالنجم حیدرپ، امید پوپلزی، مصطفی ازاد زوی او مصور احدي د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې د فوټبال په نړیوالو کلبونو کې لوبیږی او تر دې دمه په بنګله دیش کې د ملي لوبډلې له کمپ سره یوځای دي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د وږي په ۲۱ مه نېټه په یوه دوستانه لوبه کې د فیلیپین د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.