نړۍ

په فلوریدا کې په توکم پال برید کې درې تنه ووژل شول

د امریکا په وخت مازدیګر مهال یوه سپین پوستي د فلوریدا ایالت د جکسون‌ویل ښار په یوه پلورنځي کې پر خلکو ډزې وکړې او درې افریقايي الاصله وګړي یې ووژل.

بریدګر ددغو کسانو له وژلو وروسته د ارزانو توکو په یوه پلورنځي کې په خپلې وسلې سره ځان وواژه.

د جکسون‌ویل پولیسو ویلي چې دا برید په «توکم پالې» انګېزې شوی دی.

د جکسون‌ویل د پولیسو مشر تي‌کي واټرز په خبري ناسته کې وویل: «دغو ډزو توکم پال لامل درلود او هغه له تور پوستو کرکه لرله. درې واړه چې دوه نارینه او یوه ښځه وه تور پوستي وو.»

د بریدګر هویت لا نه دی روښانه شوی. پولیسو ویلي چې هغه یوه «ګلاک» ډوله تومانچه او «اې آر-۱۵» ډوله ټوپک چې مات صلیب پرې لیکل شوی و او مرمۍ ضد واسکټ یې هم درلود.

د واټرز په وینا، مجرم ملګری نه درلود او خپلې کورنۍ، رسنیو او پولیسو ته یې له ځانه په دې اړه یاددښتونه پرېښي دي.

په دغو یاددښتونو کې په ښکاره له تور پوستانو کرکه ښودل شوې ده.

له بلې خوا، د امریکا د فډرال څېړنو ادارې ددغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.