ښځې

په کابل کې د شپې پرمهال د څو ښځو د نیولو په وړاندې غبرګونونه

باخبره سرچینې آمو ته ویلي چې د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ شپږ معترضې ښځې او د دغو ښځو دوې لوڼې په مدني او اعتراضي فعالیتونو کې د نه ګډون د لیکلې ژمنې له لاسلیک وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوې.

د سرچينې په خبره، له دغو مېرمنو څخه يوه يې میندوارخ وه او اوسمهال يې روغتيايي حالت ښه نه دى.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دغه ښځې تېره شپه د کابل په خیرخانې کې د طالبانو له خوا پر یو کور له چاپې وروسته ونيول شوې، خو په کابل کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند د دغو مېرمنو نيول رد کړل.

د ښځو حقونو د یو شمېر فعالانو په وینا، دا ویډیو ګانې د یکشنبې په شپه ناوخته اخیستل شوي او د دوی په وینا طالبانو د کابل په خیرخانې کې د یوې معترضې ښځې پر کور برید کړی، چې د یووالي او پیوستون غورځنګ شپږ معترضې ښځې او له دغو ښځو د یوې معترضې ښځې دوې لوڼې ونیولې.

د سرچینو په وینا؛ خاټول فرهود، هاجره ازاده، حسینه سروري، فریده محب، طوبا عطايي او لیمه امیري او همدارنګه د یوې معترضې ښځې دوه لوڼې، یعنې اته ښځې وې چې د سرچینې په وینا د یکشنبې په شپه ناوخته د طالبانو له خوا ونیول شوې.

د بشري حقونو د فعالانو له خوا د معترضو ښځو نیول د عدالت غوښتنې غږ د خاموشه کولو هڅه بلل شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار وايي: «خو دغه لاريون کوونکي چې تل سړکونو ته راوځي او اعتراض کوي یا په خپلو کورونو کې دننه اعتراض کوي چې د دوی امنيت ته ستر ګواښ دی، د نړۍ پام دې حقيقت ته اړوي چې د افغانستان وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران روان دی.»

باخبره سرچینې همدارنګه امو ته تاییدوي چې شپږ معترضې ښځې د دوو لوڼو په ګډون یې نن سهار وختي د طالبانو له لوري د مدني او اعتراضي فعالیتونو د نه دوام د لیکلې ژمنې په لاسلیکولو سره خوشې شوې.

یوه سرچینه آمو ته وایي، چې په نیول شویو کې یوه مېرمن میندوارخ هم وه او اوس یې روغتیايي حالت ښه نه دی.

د ښځو حقونو یوه دفعاله وايي: «اوس ښځې حتی په خپل شخصي حریم کې هم خوندي نه دي، حتی که دوی په خپل شخصي حریم کې د څو نورو میرمنو کوربه هم وي. دا د ترهګرۍ او وحشت اوج دی.»

د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «طالبان د انسان خصوصي حریک ته هیڅ درناوی نه لري، او له بده مرغه په ډیره اسانۍ او د عمل په ازادۍ سره د خلکو پر کورونو بریدونه کوي او د ورځې او شپې په هر وخت کې چې وغواړي له لیکلي اجازې او د تلاشۍ له حکم پرته د خلکو پر کورونو برید کوي.»

خو له دې ټولو سره سره په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د X ټولنیزې شبکې په یوه یاداښت کې لیکلي چې داسې کومه پېښه نه ده شوې او دا خبره ردوي.

د کابل لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي: «له تېرې شپې راهیسې یو شمېر رسنیو او خلکو ځینې ویډیويي ګانې خپرې کړي، چې ګواکې امنیتي ځواکونو د کابل په خیرخانې سیمه کې پر یوه کور چاپه وهلې او یو شمېر ښځې یې نیولي دي، موږ په ټینګار سره وایو چې په دې وروستیو ورځو کې په ياده شوې سيمه کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.»

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصيراحمد فايق د طالبانو دغه کړنه د خلکو د خصوصي حریم نقض بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي: «د خلکو شخصي حریم ته له اجازې پرته ننوتل او د ښځینه پولیسو له شتون پرته په خپلسر د ښځو نیول د شریعت، اسلامي اصولو او د ټولنې د دودونو خلاف کار دی. دا هم د افغان ښځو پر وړاندې د بربریت او وحشت د دوام یوه بیلګه ده.»

له دې ټولو سره سره واک ته د طالبانو له راتګ وروسته تر بل هر چا زیات پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي. د کار کولو حق، د زده کړې له محرومیت نیولې بیا د ازاد تګ راتګ تر محدودیتونو پورې. هغه محدودیتونه چې له ټولو غبرګونونو سره سره، لاهم دوام لري.