ورزش

د قرغزستان په وړاندې د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې بریا

تېره ورځ ماسپښین د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د مرکز (کافا) سیالیو په چوکاټ کې چې د تاجکستان په کوربتوب دوام لري، یوه په زړه پورې لوبه کې په ۳ پر ۰ پایلې د قرغزستان فوټبال ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال دا لوبډله، د پرون ورځې په بریا سره د سیالیو د نوملړ سر ته رسېدلې ده.

د دې لوبو په دوام کې، د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله به د کوربه تاجکستان پروړاندې سیالي وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې تېره ورځ د ازبکستان پروړاندې خپله لومړۍ لوبه په ۳ پر یو پایلې وبایلله.

د ایران، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلو په دې سیالیو کې ګډون کړی دی.