سوداګري

د طالبانو له خوا د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفې کمښت

طالبانو د ډبرو سکرو ګمرکي او رویالټي تعرفه کمه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ډبرو سکرو رویالټي تعرفه په ټن کې له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۲۰۰ ته او ګمرکي تعرفه هم پنځه‌لس ډالر کمه شوې ده.

دا وزارت د دغو تعرفو د کمولو موخه، له افغانستانه بهر ته د ډبرو سکرو د لېږدولو لپاره د سوداګرو هڅول بولي.

طالبان خپله زیاته برخه عواید د ډبرو سکرو له صادراتو په ځانګړې توګه پاکستان ته د دره صوف ډبرو سکرو له لېږدولو ترلاسه کوي.