افغانستان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست: نړۍ د افغانستان پر خلکو ظلم کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (شنبې د زمري په ۲۸مه) په یوه پيغام کې چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې له امله یې خپور کړی لیکلي: «طالبان د اسلامي شریعت پربنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سالمو اړیکو باور لري.»

ددغه پيغام په دوام کې راغلي چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په اړه د ظلم او زیان رسولو سیاست تعقیب نه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان د خپلواکۍ د یو سل او څلورمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي چې نړۍ د افغانستان پر خلکو ظلم کوي.

حقاني په دوام کې وویل: «نړۍ باید له (طالبانو) سره تعامل وکړي او پر افغانانو ظلم پای ته ورسوي.»

له بلې خوا، په ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست هم ویلي، ددې ورځې لمانځل په داسې شرایطو کې چې افغانستان له ډول ډول ناورینونو سره لاس و ګرېوان دی او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، د پوښتنې وړ دي.

د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې له دوی سره تعامل په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار ده.

هغه ټینګار وکړ: «له ایران سره د اوبو مسله د جګړې پر ځای، په خوښۍ او تفاهم حل شوې ده، دا له نړۍ سره زموږ د سیاست او ښه تعامل بېلګه ده.»

دغه طالب چارواکي ټینګار وکړ: «موږ د سیاست په ډګر کې افغانستان داسې ځلانده کوو چې د نړۍ سیال شي، د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو دروو ترڅو هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بیسا شي.»

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چې په تېرو وختونو کې په سرحدونو کې د ځینو ګاونډیو له خوا کوچني بریدونه کېدل زیاته کړه چې اوس دا بریدونه ډېر کم شوي دي.