ورزش

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو ترمنځ سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن له غرمې وروسته د میانمار فوټسال ملي لوبډلې ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه او د تایلنډ په کوربه توب د انټرکانټیننټل لویو وچو سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا جام “کافا” سیالیو کې چې د تاجکستان په کوربتوب ترسره شوې، د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ.

افغان ملي لوبډلې په دې بري سره درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو ترمنځ سیالیو کې په ‌B ډله کې له چک او برما لوبډلو سره په یوه ګروپ کې وه.

اوس دا لوبډله د آسیا د ملتونو فوټسال د مقدماتي لوبو لپاره تیاری نیسي.

د افغانستان فوټسال لوبډله اوس د نړۍ د فوټسال په ۶۲ او د آسیا د فوټسال په دوولسمه درجه کې ده.