نړۍ

د هاوايي د اورلګېدنې تلفاتو شمېر ۸۹ تنو ته ورسېد

د امریکا د هاوايي ایالت د مایويي ټاپو په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د تلفاتو شمېر ۸۹ تنو ته ورسېد.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې په لاهاینا تفریحي ښار کې د پلټنې عملیات روان دي او ښايي چې د تلفاتو شمېر لازیات شي.

د هاوايي والي جاش ګرین په دغه ټاپو کې وضعیت ویروونکی بللی او ویلي یې دي چې دا اورلګېدنه په تېره کابو یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو مرګونې پېښه ده.

ښاغلي ګرین ویلي: «موږ باید احتیاط وکړو، هلته درانه فلزات موجود دي، په هغو ځایونو کې چې کورونه او سوداګریز مرکزونه وران شوي وضعیت خراب دی. داسې سپارښتنې کېږي چې له دغو ودانیو لیرې شئ ځکه تراوسه هم ښایي پر خلکو وغورځېږي. موږ له وړاندې ډېر تلفات لرلي دي. هلته د پروپان زېرمې شته، واقعا ډېر خطر موجود دی.»

له بلې خوا، د ژغورنې ځواکونو د شنبې په ورځ په روزل شویو سپيو سره د پلټنو عملیاتو ته دوام ورکړ ترڅو لازیات مړي د لاهاینا ښار تر کنډوالو لاندې رابهر کړي.

دا پراخه اورلګېدنه د سه شنبې په ورځ پیل شوه او دغه تفریحي ښارګوټی یې په کنډواله بدل کړ.

د امریکا د فډرالې ادارې د بیړنیو پېښو د مدیریت ادارې د لاهاینا د بیارغونې لګښت ۵،۵ میلیارد ډالره اټکل کړی دی.

اورلګېدو څه د پاسه دوه زره او ۲۰۰ ودانۍ په بشپړ ډول ورانې کړې او یا یې ورته زیان رسولی دی.

دغې اورلګېدنې همداراز ۸۵۰ هکتاره ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د هاوايي د مایويي د ځنګلونو اورلګېدنې پر ځاني تلفاتو سربېره د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي او ددې ټاپو بیارغونه به څو کاله وخت واخلي.