سوداګري

طالبانو ادعا کړې چې د ګرانۍ کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې

د افغانستان بانک کې د طالبانو مسوولین وايي، چې سږ کال د تېرو دوو کلونو په پرتله د ګرانۍ کچه شپږ سلنه کمه شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک رییس هدایت‌الله بدري «ولس ته د دولت د حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل چې سږ کال د ګرانۍ کچه ۲.۴ سلنه ده په داسې حال چې دا کچه په ۱۴۰۰ کال کې ۱۵.۴ سلنې ته رسېده.

طالب چارواکو چهارشنبه د زمري پر ۱۸ په خبري ناسته کې همداراز ادعا وکړه، چې اوس‌مهال په بانکونونو کې د نویو حسابونو لپاره هېڅ ډول محدودیت نشته او پېردونکي کولای شي هر اندازه پیسه چې هر کله وغواړي له خپل حساب څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې پرون سه شنبه په یوه راپور کې د امریکا کانګرس ته وویل چې د افغانستان بانک له طالبانو خپلواک نه دی او د پیسو له سپینولو او د ترهګرۍ له تمویل څخه د مخنیوي وس نه لري.