ورزش

د موزامبیک په وړاندې د افغانستان فوټسال لوبډلې د لوبې مساوي کېدل

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو ترمنځ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې چې د تایلنډ په کوربتوب ترسره کېږي، د موزامبیک پروړاندې سیالي وکړه او لوبه ۲ پر ۲ مساوي پایلې پای ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ د چک جمهوريت پروړاندې خپله لومړۍ لوبه وکړه او د لوبې پایله ۴ پر ۴ مساوي شوه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د ښه ځلېدو له امله د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال نوملړ کې دوې درجې مخکې شوه او افغانستان د اسیا ۱۲ او د نړۍ ۶۲ مقام ترلاسه کړی دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې برخلیک د چک جمهوریت او موزامبیک ترمنځ د سبا ورځې له لوبې سره تړلی دی. د چک د بریا په صورت کې به افغانستان د دې جام بل پړاو ته د دویمې لوبډلې په توګه ولاړه شي.