ښځې

بامیان کې د قابلګۍ په برخه کې له زده‌کړو د ښځو او نجونو هرکلی

پوهنتونونو ته له تلو د نجونو او ښځو له بې‌برخې کېدو وروسته، بامیان کې ډېری ښځو د قابلګۍ په برخه کې زده‌کړو ته مه کړې ده.

په دې ولایت کې د یوه روغتیايي انستیتوت مسوول وايي، په تېر یوه کال کې د ۸۰۰ محصلینو د ورتلو شاهد و، چې نږدې ۸۰ سلنه یې نجونې او ښځې دي.

دا محصلینې چې پوهنتونونه یې تړل شوي دي، وايي چې د کار موندلو لپاره یې د قابلګۍ برخې ته مخه کړې ده.

دغه نجونې او ښځې هڅه کوي چې په راتلونکې کې ورته له همدې لارې د کار زمینه برابره شي.

د باران روغتیايي انستیتوت مسوول نوید مظفري وايي: «هرڅومره چې پر ټولنه محدودیتونه زیات شي په همدې کچه زموږ خلک څنډې ته کېږی. له ټولو مشرانو زما غوښتنه دا ده چې محدودیتونه لیرې کړي.»

ځینې نجونې چې په مخکیني حکومت کې کارکوونکې وې او اوس وزګارې دي هم د قابلګي په برخه کې د زده‌کړو له دې کاروان سره یو ځای شوې دي.

زهرا رضايي یوه له دغو نجونو ده چې په مخکیني حکومت کې یې کار کاوه.

هغه وايي: «ما په یوه دفتر کې کار کاوه؛ له هماغې ورځې چې حکومت بدل شو، خپله دنده مې له لاسه ورکړه او تر ننه وزګاره یم. زه له همدې امله روغتیايي برخې ته راغلم چې د کار زمینه پکې زیاته ده او ښځې کولای شي په دې برخه کې کار وکړي.»

شریفه نېکزاد د بامیان پوهنتون د درېیم کال زده‌کړیاله وه چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

شریفه وايي: «د دې له امله چې له زده‌کړو پاتې نشم؛ اړ شوم د قابلګۍ په برخه کې نوملیکنه وکړم ترڅو مې د زده‌کړو بهیر په ټپه ونه‌درېږي.»

یوې بلې محصلې امنې احمدي وویل: «موږ باید د محدودیتونو له امله ناهیلې نه شو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید هڅه وکړو.»

محصله حلیمه عرفان وايي: «له اسلامي حکومت څخه زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او اجازه ورنه‌کړي چې افغان نجونې له زده‌کړو شاته پاتې شي.»

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر شلمه نجونې محصلینې پوهنتون ته له تلو منع کړې او د ۱۴۰۲ د کانکور په ازموینه کې یې هم نجونو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړه.