نړۍ

ایلان ماسک: له زاکربرګ سره به زما مبارزه په ژوندۍ بڼه له اېکس ټولنیزې شبکې خپره شي

د ایکس ټولنیزې شبکې چې مخکې د ټویټر په نوم یادېده خاوند ایلان ماسک، اعلان کړی چې د هغه او د متا عمومي مدیر مارک زاکربرګ ترمنځ په قفس کې سیالي به په ژوندۍ بڼه له ایکس څخه خپره شي.

د دغو دوو سترو ټولنیزو شبکو خاوندان له جون میاشتې راهیسې یو بل لاس‌وګاس کې په قفس کې دننه د رزمي هنرونو آزادې سیالۍ ته بولي.

کله چې د ایکس یوه کاروونکي له ماسک څخه د دې مبارزې په اړه وپوښتل، هغه ځواب ورکړ چې قفس کې د ننه مقابله «د جګړې متمدنه بڼه ده. نارینه جګړه خوښوي.»

متا تر اوسه د ماسک د وروستیو څرګندونو پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

دا جنجالونه د جون پر ۲۰ وروسته له هغې پیل شول چې ایلان ماسک په یوه ټویټ کې ولیکل چې له زاکربرګ سره «قفس کې دننه سیالۍ ته چمتو دی.»

یوه ورځ وروسته بیا ۳۹ کلن زاکربرګ چې د جیوجیتسو په برخه کې روزل شوی، د یوې لوبې انځورونه خپاره کړل چې ګټلې وه او له ۵۱ کلن ماسک څخه یې وغوښتل چې د لوبې کره ځای په ډاګه کړي.

ماسک هم د هغه د خبرې په ځواب کې وویل چې د دوی مقابله به د امریکا د لاس‌وګاس د ازادو سیالیو په مرکز وګاس اوکتاګون کې ترسره شي.

د دې مبارزې کره وخت نه دی روښانه شوی خو ماسک ویلي، چې چمتوالی ورته نیسي.