سوداګري

د ایران پارلمان د دوغارون د سوداګریزې ـ صنعتي سیمې رامنځته کول تصویب کړل

د ایران پارلمان نن یکشنبې سهار په ۱۶۱ موافقو، ۵۳ مخالفو او اته ممتنع رایو سره د دوغارون د ازادې تجارتي او صنعتي سیمې رامنځته کېدل تصویب کړل.

د ایران د آزادو سیمو د عالي شورا منشي وايي چې له افغاستان سره په دوغارون پوله کې د آزادو سیمو لایحه تصویب شوې او د مسافرینو د راتلو، له هغې بهر د توکو د لېږد او موټر د تګ راتګ په برخو کې اندېښنې له منځه تللې دي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي چې د افغانستان پوله د ایران د اقتصاد لپاره مهم او ستراتیژيک موقعیت ګڼل کېږي.

ایرانیو رسنیو د ایران د آزادو سیمو د عالي شورا د منشي له قوله لیکلي چې آزادې سیمې ته د دوغارون د ځانګړې اقتصادي سیمې لوړول، د افغانستان له بازار څخه د استفادې لا جدي امکان برابروي او په دې سیمه کې به د بهرنۍ پانګونې جذبول زیات شي.

د دوغارون سرحدي سیمه د تابیاد په اتلس کیلومترۍ د مشهد په سویل ختیځ ۲۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

د ایران دوغارون پوله افغانستان ته د سون او سوداګریزو توکو د صادرولو تر ټولو مهمه لار ده.