سوداګري

د سالنګ لویه لار د موټرو او مسافرو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، دغه لویه لاره به د ورځې په اوږدو کې د اوونیو لپاره د تېز رفتار او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي او د شپې له خوا به ورته په نوبت اجازه ورکول کېږي.

دغه وزارت د سالنګ لارې د تړل کېدو لامل د دغې لويې لارې بيا رغونه بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سالنګ د لویې لارې تړل کېدل به د هېواد پر صادراتو او سوداګرۍ ناوړه اغېز وکړي.