سوداګري

د افغانستان او قزاقستان خصوصي څانګې د سل میلیون ډالرو په ارزښت دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د څو دوه اړخیزو تړونونو د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې دغه قراردادونه د قزاقستان په استانه ښار کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزير نورالدين عزيزي او د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال او د سوداګرۍ او انسجام د وزير په شتون کې لاسليک شول.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال ترمنځ په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او بانکدارۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.

له بلې خوا، د قزاقستان په آستانه ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات په ۶۰ غرفو کې او د ۱۶ سکتورونو په حضور سره نندارې ته ایښودل شوي دي. د دغه درې ورځني نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ټینګار کړی چې افغانستان کولای شي په سیمه کې په یو مهم صنعتي مرکز بدل شي. او طالبان هم چمتو دي چې د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د قزاقستان د پانګوالو د حضور لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.