نړۍ

د تایلنډ یو نوموتی شتمن کس د دې هېواد د مشرۍ لپاره پارلمان ته معرفي شو

«فیو تای» ګوند نن چهارشنبه د «موف فارورډ» ګوند له ایتلاف څخه د جلا کېدو په اعلان سره، خپل نوماند د تایلنډ مشرۍ ته د دې هېواد په پارلمان کې د رایې اخیستو لپاره وړاندې کړ.

دغه ګوند د نوموړي هېواد یو نامتو شتمن «سرتا تاویسین» د تایلنډ مشرۍ ته د نوماند په توګه اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دا اقدام تایلنډ کې دوامداره سیاسي ناورین ته د پای ټکي اېښودلو لپاره دی.

– د فیو تای ګوند مشر چانلانان سریکاو وايي: «فیو تای ګوند دا موضوع له موف فارورډ ګوند سره شریکه کړې. موږ د نوي ایتلاف د جوړولو لپاره له هغوي جلا کېږو او سرتا تاویسین د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وړاندې کوو.»

دا اقدام د دغه ګوند د ځینو غړو له اعتراض سره مخ شوی دی.

جیرا بوتساپاتیک – اعتراض‌کوونکې وايي: «وینه مې په جوش راغلې. هېڅکله مې نه انګېرل چې هغوی به پر خپلو ژمنو عمل ونه‌‌کړي. هغوی له یو بل سره ایتلاف جوړ کړ، ټول اته ګوندونه چې دیموکراتیک ګوندونه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تایلنډ د روان زېږدیز کال د مې میاشتې له نیمايي راهیسې له سیاسي ناورین سره لاس و ګرېوان دی او تر اوسه د دې هېواد دوه ځواکمن ګوندونه توانېدلي د تایلنډ د مشرۍ لپاره ګډ نوماند وړاندې کړي.