نړۍ

د عربستان په کوربتوب د اوکراین د سولې له ناستې د امریکا ملاتړ

سعودي عربستان د اوکراین د سولې لپاره یوې ناستې ته چمتوالی نیسي او یو شمېر لوېدیځ او مخ پر ودې هېوادونو ته یې په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

تر اوسه د دې ناستې د جوړېدو نېټه نه ده روښانه شوې، خو اوکراین ویلي چې ښايي دا ناسته په روانه زېږدیزه میاشت کې په جدې ښار کې ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکايي چارواکي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي: «موږ له دې ناستې ملاتړ کوو. تل مو ویلي دا مهمه ده چې اوکراین د جګړې د دیپلوماتیک حل په سر کې وي. اړینه ده هغه هېوادونه چې تر اوسه یې له اوکراین سره په مستقیم ډول خبرې نه دي کړې، له اوکراینه یې واوري. له همدې امله موږ خوښ یو هغه هېوادونه چې په دې ناسته کې ګډون کوي له اوکراین سره به مستقیمې خبرې‌اترې وکړي.»

په همدې حال کې روسیې ویلي، چې دا ناسته له نږدې څاري او د دغو ناستو د موخو په اړه یې د څرګندونو غوښتنه کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پکسوف ویلي، چې اوس‌مهال له کي‌يف سره د خبرواترو لپاره کومه لار نشته، خو هغه ټینګار کړی هر ډول هڅه چې له سولې سره مرسته کوي د «مثبتې ارزونې وړ» ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وايي: «روسیه به دا ناسته وڅاري. موږ باید پوه شو چې څه موخې ټاکل شوې او د کومو ټکو په اړه به بحث وشي. د سوله‌ییزې حل‌لارې لپاره هره هڅه، د مثبتې ارزونې وړ ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه نږدې یو نیم کال تېرېږي. دغې جګړې د ویجاړتیاوو ترڅنګ زرګونه تنه وژلي او میلیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.