نړۍ

په تایلنډ کې د پټاقۍ د چاودنې له امله ۹ تنه مړه او څه د پاسه سل نور ټپيان شول

د تایلند په سویل ناراتیوات ولایت کې د یوې پټاقۍ د چاودنې له امله نهه تنه مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شول.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ په هغه زېرمتون کې چې پټاقۍ پکې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، دا پېښه شوې ده.

د ناراتیوات والي سنان فونګ اکسورن وايي: «لکه څنګه چې ما رپوټ ورکړ د ټپیانو شمېر کابو سل تنه دی، د تلفاتو او زیانونو د رپوټ ترلاسه کولو لپاره مو یو مرکز جوړ کړی دی.»

تایلندي چارواکو زیاته کړې چې کابو ۱۱۵ تنه په دې چاودنه کې ټپیان شوي چې له دې جملې ۱۰۶ یې لږ ټپي شوي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي چې له پخوا راهیسې په دې ځای کې په ناقانونه توګه پټاقۍ ساتل کېدې او مسوولینو یې د خوندیتوب معیارونو ته پام نه دی کړی.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي: «دا وېروونکې ده ځکه دوی ته مې خبرداری ورکړی و چې مه یې جوړوئ ځکه خطرناک دي. که چاودنه وکړي، د زیان شعاع به یې لس کیلومتره وي، ولې د چاودېدونکو توکو زېرمتون د استوګنې سیمو ته نږدې جوړوي؟ خو هېچا زما سپارښتنې ته پام ونه کړ او دا پېښه وشوه.»

له بلې خوا، تایلندي چارواکو ویلي چې ددې زېرمتون شاوخوا کابو دوه سوه کورونه زیانمن شوي دي. یو شمېر کورنۍ هم بې سرپناه شوې او له شلو تر ۳۰ کورنۍ یوې امن پناه ځای ته لېږدول شوې دې.

په دغه سیمه کې اورلګېدنه کنټرول شوې او پولیسو ددې پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل کړې دي.