نړۍ

بلینکن د نایجر کودتا کوونکو ته: محمد بازوم ژر خوشی کړئ

0067WD-NIGER-SECURITY_BAZOUM_FILE_O_

امریکا متحده ایالات د شنبې په ورځ د نایجر د ګوښه شوي ولسمشر محمد بازوم د سمدستي خوشې کیدو او په هیواد کې د دیموکراتیک نظم د بیا رغولو غوښونکې شوه.

د نایجر پوځ جنرال عبدالرحمن تیاني چې د ولسمشرۍ د ساتونکو قوماندان و، د دغه هېواد د حکومت د مشر په توګه ټاکلی دی.
کودتا چيانو همدارنګه ویلي چې اساسي قانون او د بازوم د حکومت ټول بنسټونه یې منحل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ په نایجر کې د پوځي کودتا په غندلو سره د ګوښه شوي ولسمشر محمد بازوم د سمدستي خوشې کولو او په هیواد کې د ډیموکراتیک نظم د بیا رغولو غوښتونکی شو.

ښاغلي بلینکن ټینګار کړی، چې له نایجر سره د واشنګټن د اقتصادي او پوځي همکاریو دوام په دغه هېواد کې د ډیموکراتیک نظم په دوام پورې تړاو لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي: «له نایجر سره زموږ اقتصادي او امنیتي ملګرتیا چې سلګونه ملیون ډالر ارزښت لري، دیموکراتیکې حکومتدارۍ او د اساسي قانون د نظم دوام پورې اړه لري چې په وروستيو څو ورځو کې د ځينو اقداماتو له امله ګډوډ شوي دي.»

په همدې حال کې د نایجر پوځ جنرال عبدالرحمن تیاني چې د ولسمشرۍ رياست د ساتونکو قوماندان و او محمد بازوم یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نیولی و، د حکومت د مشر په توګه اعلان کړی او د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې له پایلو یې هم خبرداری ورکړی.

تیاني د جمعې په ورځ د تلویزیون پر پرده راڅرګند شو او د نایجر خلکو ته يې وویل چې د د امنیتي او اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله دوی محمد بازوم لرې او د هغه حکومت یې منحل کړ.

جنرال عبدالرحمن تياني وايي: «د نایجیریانو د درنو قربانیو او زموږ د بهرنیو شریکانو د ستاینې وړ ملاتړ سره، اوسنۍ امنیتي تګلاره نه ده توانیدلې زموږ د هیواد امنیت خوندي کړي. نه، پایلو زموږ تمې پوره نه کړې او موږ نور نه شو کولی په همغه تګلارو چې تر ننه وړاندیز شوي، د هیواد د تدریجي ورک کېدو له خطر سره دوام ورکړو.»

په ورته مهال د نایجر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پوځي بدلون سره به د دغه هېواد او خلکو په وضعیت کې هېڅ بدلون را نه شي.

د نایجر د پلازمینې نیامي اوسېدونکی عثمان کانسي وايي: «موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د بورکینا فاسو، نایجر او مالې ترمنځ د ایتلاف جوړولو خبرې اوریدلي. خو هغه څه چې غواړم ووایم دا دي، تراوسه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه ده شوې. همدغه کسان چې نن په تلویزیون راڅرګند شول په حقیقت کې دا هماغه څوک دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د نایجر د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتونکو د چهارشنبې په ورځ محمد بازوم په ولسمشرۍ رياست کې زنداني کړ او پوځي کودتا یې وکړه.

نایجر په سیمه کې د لویدیځو هیوادونو یو له متحدینو څخه و چې د داعش او القاعدې پر ضد یې مبارزه کوله. په دغه هیواد کې له کودتا وروسته په دې سیمه کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.