ښځې

په کابل کې د ښځو له‌خوا او د ښځو لپاره رستوران

«د افغان مېرمنو رستورانت» – هغه ځای چې د ښځو د محرومیت په لړ کې د دوی د کار د دوام لپاره کړکۍ او همداراز د طالبانو له محدودیتونو لیرې فضا ده.

پارکونو او بڼونو ته د افغان مېرمنو د تلو لپاره د طالبانو له محدودیتونو وروسته، ددغه رستورانت کوچنی چاپېریال د کابل د مېرمنو لپاره لویې هیلې رامنځته کړې دي.

د افغان مېرمنو رستورانت مسووله سمیرا محمدي وايي: «په دې ځای کې مشتریان راضي دي ځکه ټول نور رستورانونه نارینه کارکوونکي لري او د پارکونو په شان ځایونه د ښځو پرمخ تړلي دي.»

ددغه رستورانت کارکوونکې هغه نجونې دي چې له زده کړو بې برخې شوې، دوی د خپلو مشتریانو لپاره د هېواد دودیز خواړه چمتو کوي او له دې لارې له خپلو کورنیو سره مالي مرسته کوي.

د کابل اوسېدونکې سحر اکبري وايي: «زه د یوې افغان نجلۍ په توګه له ټولو ښځو ملاتړ کوم، چمتو یم چې ټولو موردونو ته له پامه پرته، لومړنۍ مشتري واوسم.»

نارینه یوازې ددغه رستورانت په پرانیستې فضا کې ډودۍ خوړلی شي.

د دغه رستورانت مسووله وېره لري چې طالبانو د دوی د دې کار مخه هم ونیسي.

د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا وايي: «ښځې د طالبانو له خوا له پرخو او سختو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ دي.»

دغه ښځې وايي چې په دې کوچني تجارت سره هڅه کوي د تیارو له تل څخه د ښه راتلونکي لپاره څراغ روښانه کړي او په افغانستان کې د نورو ښځو د خوځښت لپاره یوه هیله وي.