نړۍ

عراقي اعتراض کوونکو په بغداد کې د سویډن سفارت یوه برخه وسوځوله

سلګونه عراقي اعتراض کوونکو د پنجشنبې سهار مهال د قران کریم د سوځولو لپاره د سویډن دولت د اجازې صادرولو په غبرګون کې په عراق کې د دغه هېواد پر سفارت برید وکړ او د ودانۍ یوه برخه یې وسوځوله.

د بلوا ضد پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت پرک کولو لپاره له برېښنايي ډنډو او اوبو شیندولو کار اخیستی دی.

ټاکل شوې نن په استکهلم کې د عراق سفارت د ودانۍ په مخکې د قران کریم د سوځولو لپاره یو شمېر خلک راټول شي.

د سویډن دولت د بیان آزادۍ له مخې د قران کریم د سوځولو اجازه صادره کړې ده.