افغانستان

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ګواښ ته پر جدي پاملرنې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې افغانستان چټکې حل لارې ته اړتیا لري او که په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته جدي پام ونه شي د سیمې او نړۍ لپاره به منفي پایلې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې ليدنه کې ويلي چې افغانستان بېړنۍ حل لارې ته اړتیا لري او که په افغانستان کې د ترهګرو ډلو خوځښتونه جدي ونه نیول شي، د سیمې او نړۍ لپاره به جدي پایلې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان بېړني حل ته اړتیا لري؛ که نړیواله ټولنه د ترهګرو ډلو د خوځښتونو له امله د دغه هیواد امنیتي ننګونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، د هغې منفي پایلې به پر سیمه او نړۍ اغیز وکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرهاد ابرار وايي: «ایران له امریکا سره د طالبانو له اړیکو ډېر اندېښمن دی، له ډېرې مودې راهیسې يې تر ننه دا د سیمې بې ثباتي ګڼلې، اوس په غیر مستقیم ډول طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې له امریکا سره په اړیکو کې دې سیمه له پامه نه غورځوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، چې د افغانستان د روان وضعیت حل لار د ټول ګډونه حکومت جوړول دي. هغه غوښتنه چې ظاهراً له طالبانو د نړۍ له غوښتنې سره ورته ده.

د ښځو د حقونو فعاله مسعوده کوهستانۍ وايي: «د افغانستان خلک په سخت سیاسي او امنیتي وضعیت کې ایسار دي، له ظلم او استبداد چیغې وهي، د افغانستان نیمایي نفوس د ښځې اوسېدو په جرم ژوندۍ ښخ شوي دي.»

په یوه جلا ليدنه کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو ته ویلي چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره باید د سیمه ییزو نوښتونو ملاتړ وشي.

ښاغلي قومي ويلي، سیمه له طالبانو سره د همکارۍ او تعامل، له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو سره د مبارزې د کړنلارې په اړه اجماع لري.

له دې ټولو سره سره د طالبانو د ليدنو دوام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، چې د افغانستان لپاره يې د فرانسې سفارت له شارژدافیرې مارین شېوه سره ليدلي او پر روغتیايي او نورو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت تراوسه د دغې ليدنې په اړه څه جزئیات نه دي خپاره کړي.