سوداګري

د ننګرهار د مالدارۍ فارم بیارغونه

ننګرهار کې د مالدارۍ هغه فارم چې درې لسیزې مخکې د جګړو له امله وران شوی اوس یې د بیارغولو لپاره هڅې روانې دي.

د ننګرهار د کانال رییس وایي چې د کانال په دې برخه کې ۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي او ۵۰۰ د شيدو غواګانې به پکې روزل کېږي.

ځایي مسوولین په دې باور دي چې د دې فارم په جوړېدو سره به د لبنیانو تولید زیات او ددغو توکو د وارداتو مخه به ونیول شي.

د ننګرهار کې د کانال رییس غلام الرحمن کظیم وايي: «د بهرنیو تولیداتو لپاره زمینه برابره وه او کورني تولیدات کم وو، موږ هڅه کوو چې کورنۍ تولیدات زیات کړو.»

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوسمهال کورنیو محصولاتو ته د طالبانو د بې پامۍ له امله، دغه ولایت ته ډېری لبنیات له بهره واردېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی زرپاچا وايي: «که موږ ته زمینه برابره شي موږ د کار لپاره له هېواده بهر ته نه ځو، له سوداګرو زما هیله دا ده چې په هېواد کې پانګونه وکړي او پانګې بهر ته نه وړي.»

د ننګرهار د مالدارۍ فارم قراراد خصوصي برخې ته ورکړ شوی او تمه کېږي د کار په پیلېدو سره یې ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د فارم قراردادي جبارخېل وايي: «دلته له موږ سره ۱۵۰ تنه کار کوي چې ۵۰ یې هغه کسان دي چې په غیرمستقیم ډول له موږ سره کار کوي.»

په روان هجري لمریز کال کې د وچکالۍ او ملخانو د یرغل له امله د افغانستان کرنیزه برخه زیانمنه شوې او د ملګروملتونو د کرنې او خوړو سازمان د شمېرو له مخې به د افغانستان ۲۵ سلنه کرنیز حاصلات کم شي.