نړۍ

د متحده ایالتونو یو تجربه لرونکی ديپلومات ډابینز په ۸۱ کلنۍ کې ومړ

د امریکا د متحده ایالتونو یو تجربه لروونکی دیپلومات جیمز ډابینز د ۸۱ کلنۍ په عمر مړ شو.

د «رند» رییس او عامل مدیر جیس متني دابینز په نړیوالو چارو کې غوره ديپلومات وباله او ویلي یې دي چې، له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۳ کال پورې د رند د امنیت او دفاعي سیاست د نړیوال مرکز د مدیر په توګه د نوموړي خدمات ډېر ارزښتمن وو.

ښاغلي دابینز په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې په اړه لیکنه کړې او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د بیا ادغام له مسلې سره یې د هغې پر تړاو ټینګار وکړ.

ښاغلي دابینز په ۱۹۹۳ کال کې له سومالیا څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او همداراز هایتي ته په ۱۹۹۴ کال کې ددغو ځواکونو د لېږلو، په ۱۹۹۵ کال کې په بوسنیا او په ۱۹۹۹ کال کې په کوزوو کې مهمې دندې ترسره کړې دې.

نوموړي همداراز په ۲۰۰۱ کال کې د جورج بوش د ولسمشرۍ پرمهال د متحده ایالتونو د سفیر په توګه د بُن په ناسته او په کابل کې ددغه هېواد د سفارت په پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال هم هغه د افغانستان او پاکستان په چارو کې د واشنګټن د ځانګړي استازي په توګه کار وکړ او له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو د حضور او ددغه هېواد د یوه پوځي بووبرګډال په بدل کې د طالب بندیانو د تبادلې په شان مهمو مسایلو کې یې رول درلود.

ډابینز وروسته بیا د لوړپوړي همکار په توګه «رند» ته ستون شو او د دغه سازمان د دیپلماسۍ او امنیت مسوولیت یې پر غاړه درلود.

ډابینز د خپلو اثارو له دې جملې په ۲۰۰۷ کال کې د «د ملت جوړونې لومړنۍ لارښوونې» کتاب په مرسته چې له جګړې ورسته د بیارغونې په اړه د ۲۴ مطالعو له مخې لیکل شوی، پر ملت جوړونې تلپاتې اغېزه لرلې ده.

هغه همداراز په ۲۰۱۷ کال کې د «بهرني خدمات: د امریکايي دیپلماسۍ په لومړۍ کرښه کې پنځه لسیزې» په سرلیک سره خاطرې ولیکلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر رابرټ بي زولیک په شان نامتو څېرو له خوا وستایل شو.

ډابینز چې په ۱۹۴۲ کال کې په نیویارک کې نړۍ ته راغلی، په سمندري ځواکونو کې یې له خدمت وروسته دیپلوماتیکې برخې ته مخه کړه.

ډابنیز په خپل ژوند کې د امریکا دولت لپاره مهمې دندې پر غاړه لرلې دي. هغه په ۱۹۶۸ کال کې د پاریس د سولې په خبرواترو کې د امریکايي کارکوونکو د استازي او دوه ځله یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اروپايي دفتر کې کار کړی او د کلینټن دولت تر پایه د اروپا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سلاکار و.

له جیمز ډابینز څخه د کریستین او کالین په نوم دوه زامن پاتې دي او مېرمن یې ټوريل په ۲۰۱۲ کال کې مړه شوې ده.