نړۍ

مکسیکو کې د یوه مسافروړونکي بس په ترافیکي پېښه کې ۲۹ تنه مړه شول

د مکسیکو چارواکو ویلي، یوه مسافروړونکي بس چې له مکسیکو سیټي څخه اواخاکا ایالت ته روان و، د سهار ۶:۳۰ بجې شاوخوا یې ماګدالنا پناسکو ښارګوټي کې ترافیکي پېښه کړې ده.

د چارواکو په وینا ۱۴ تنه ټپيان په ځايي روغتون کې بستر شول او پنځه نور ټپيان په الوتکه کې اواخاکا ښار ته ولېږدول شول.

د اواخاکا ښاروال الفونسو زاراته وویل: «زه فکر کوم ډېری خلک د پېر او پلور لپاره سفر کوي او په دې بس موټر سره بېرته راستنېږي. موږ نه شو تاییدولای چې نور مسافر له کومه ځایه راغلي دي، ځکه فکر کوو د دې ځای ډېری خلک د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره مکسیکو سیټي ته ځي او د دې خدماتو په مرسته بېرته راستنېږي.ِ»

یوه ۱۹ کلن ژغورل شوي ځوان ډیګو ایوان روییز وویل: «له کله چې بس حرکت وکړ او پويبلا ته نږدې و، ستونزه یې پیدا کړه. هغوی یې د څېړلو په حال کې وو، خو چلوونکي سفر ته دوام ورکاوه. په تلاکسیاکو کې بیا هم بله ستونزه رامنځته شوه او وروسته بیا دا پېښه وشوه. داسې برېښي چې بریکونه له کاره لوېدلي وو.»

دا ترافیکي پېښه په داسې حال کې شوې ده چې اپرېل میاشت کې هم د مکسیکو په لوېدیځ کې یو بس له لوړ ځای څخه راوغورځېد او په پایله کې یې ۱۸ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.