سوداګري

څو لنډ اقتصادي خبرونه

صرافیو ته د طالبانو حکم، د طالبانو له خوا د ګازو او تېلو د ترانزیت طرحه او د ډبرو سکرو ګمرکي محصول کمېدل.

د صرافیو لپاره د افغانستان بانک نوي مقررات

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له صرافیو او د پیسو له خدماتي شرکتونو غوښتي چې د پېردونکو پیسې ونه‌مني او پېردونکو ته پور ورنه‌کړي.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي، چې د پیسو خدماتي شرکتونه نه شي کولای له جواز پرته د کسانو له لارې په هېواد کې فعالیت وکړي.

نږدې دوه کاله کېږي چې د افغانستان پر خصوصي او دولتي بانکونو بندیز لګول شوی او سوداګر نه شي کولای د خپلو سوداګریزو توکو پیسې د بانکونو له لارې ولېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې ډېر سوداګر د حوالې له لارې بهر ته پېسې لېږي.

د طالبانو له خوا د ګازو او تېلو د ترانزیت طرحه

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د ګاز او تېلو د ټرانزیټ طرحه چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستانه پاکستان ته ترسره شي، تصویب کړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې د دغه کار موخه د سوداګرۍ او ټرانزیټ وده او د افغانستان اقتصادي پرمختګ بللی دی.

په دې اعلامیه کې له سوداګرو غوښتل شوي، چې پاکستان ته د ترکمنستان د تېلو او ګازو د ټرانزیټ په برخه کې د خپلو اسنادو د بشپړولو لپاره دغه وزارت ته ورشي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې باور دی چې د ګازو او تېلو په ټرانزیټ سره به د هېواد عواید پرمختګ وکړي.

د ډبرو سکرو ګمرکي محصول کمېدل

طالبانو د ډبرو سکرو ګمرکي محصول کم کړ.

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، چې د هر ټن ډبرو سکرو په ګمرکي محصول کې پنځلس ډالر او په رویالټي بیه کې پنځه ډالر کموالی راغلی دی او موخه یې د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې د سوداګرو او پانګونکو هڅول ده.

د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې نړۍ کې د ډبرو سکرو د بیې په لوړېدو سره به پر ګمرکي محصول بیا غور شي.

له دې مخکې د هر ټن ډبرو سکرو ګمرک شپېته ډالره و.

د طالبانو د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۱ کال په شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو له ګمرکي محصول څخه درې میلیارده افغانۍ لاسته راغلې دي.