روغتیا

ایران په ننګرهار کې د شکر ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیست

دغه روغتون د ایران په مالي مرسته په ننګرهار کې د شکر نارغانو د درملنې په موخه خپل فعالیت پیل کړ.

په  افغانستان کې د ایران سفیر د دې روغتون جوړول د ننګرهار د اوسېدونکو لپاره مهم بولي.

په افغانستان کې د ایران سفیر کاظمي قُمي وايي: «په دې مو هوکړه کړې چې د روغتیا په برخه کې مرستې پراخې کړو، له نېکه مرغه د دواړو ملتونو ترمنځ ښه همغږي او د روغتیا برخه کې دا لومړنۍ هڅه وه چې د دواړه هېوادونو په همغږۍ ترسره شوه.»

اخوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي په افغانستان کې د شکر ناروغانو شمېر ورځ تربلې په زیاتېدو دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت مرستیال محمد حسن عباسي وايي: «له غوره لابراتوارونو لپاره چې د افغان ولس لپاره په دې برخه کې په پام کې نیول شوي همدا مرکز دی چې اوس پرانیستل شوی، د معاشونه هم اوس د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي.»

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس وايي ددغه روغتون ودانۍ پخوا جوړه شوې وه او اوس ایران د طبي وسایلو او درملو په برخه کې مرسته کړې ده.

د شکر ناروغانو شمېر نه یوازې په افغانستان بلکې نړۍ کې په زیاتېدو دی، د ننه په هېواد کې د شکر ناروغانو درملنه تل د افغانانو یوه غوښتنه ده.