نړۍ

په پیرو کې د درې زره کاله لرغوني مومیايي موندل کېدل

لرغون پېژاندو د چهارشنبې په ورځ د پیرو پلازمیني لیما ته نږدې ذغه لرغونی مومیايي موندلی دی.

د سن مارکوس پوهنتون محصلینو او څېړونکو په یوه سیمه کې د کیندنې پرمهال په لومړي سر کې په یوه پخته‌يي بسته کې د وېښتانو او جمجمې ځینې برخې موندلې وې.

له دې سره په یو وخت، لرغون پېژاندو ددغه هېواد په رامک دره کې د هواکالا فلوریدا په لرغون پېژندنې سیمه کې د دغه مومیايي نورې برخې موندلې دي.

لرغون پېژاند مِګویل آګولر وايي: «دا یو ډبرین قبر دی، دا کس چې دلته پرېښودل یا قرباني شوی، د دې معبد د جوړېدو په وروستي پړاو کې پرېښودل شوی، کابو درې زره کاله لرغونتوب لري.»

لرغون پېژاندو همداراز له دغه مومیايي سره د جوارو، د ونو د پاڼو او یو شمېر بوټو د دانو په شان نور شیان هم موندلي دي.

کارپوهان باوري دي چې دا کس له دغو توکو سره یو ځای دلته خښ شوی دی.

ویل کېږي چې دا مومیايي د مانچايي تمدن اړوند دی چې له میلاد څخه مخکې ۱۵۰۰ تر زر کاله وړاندې یې پراختیا موندلې وه.