Uncategorized @ps روغتیا

هر کال په هېواد کې ۷۶ زره تنه پر نري رنځ اخته کېږي

ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین له نري رنځ سره د مبارزې له امله جوړه شوې ناسته کې وايي، هر کال په هېواد کې ۷۶ زره تنه پر نري رنځ اخته کېږي چې ۱۲ زره یې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د نري رنځ بېلګې څو برابره زیاتې وې چې ۵۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

ننګرهار کې د نري رنځ د درملنې برخې مسوول لطيف الله فقيري وايي: «د تېر کال په پرتله ننګرهار کې دا پيښې یو څه زیاتې شوې، تېر کال مو په ننګرهار ولایت کې ۵۹۵۳ د نري رنځ ناروغان ثبت کړي چې له دې ډلې ۲۴ تنه مړه شوي او د ۴ کسانو درملنه ناکامه شوې او له ۵ زرو د زیاتو ناروغانو بریالۍ درملنه شوې ده.»

ډاکتران پر نري رنځ د کم عمره ماشومانو اخته کېدل يوه ننګونه بولي ځکه په ماشومانو کې د دې ناروغۍ تشخیص ستونزمن دی.

د نري رنځ متخصص صباح الدین صباح وايي: «اوسمهال بې وزلۍ او د ټیټه تعلیمي کچه هغه لاملونه دي د نري رنځ ناروغي زیاته شي.»

عام خلک هم د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو زیاتېدو اندیښمن کړي او نیوکه لري چې ولې په دې برخه کې لازم عامه پوهای نه دی ترسره شوی.

د ننګرهار اوسېدونکی ذبیح الله وايي: «د توربرکلوز بېلګې ریښتیا هم زیاتې شوي، باید په ولسوالیو او مرکز کې د دې ناروغۍ د مخنیوي او تشخیص مرکزونه زیات شي، خلک ټوخېږي خو نه پوهېږي چې دوی په نري رنځ اخته دي.»

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده چې سږي پرې اخته کېږي او ټوخی، تبه ، د شپې له خوا خوله یې نښې دي.
د روغتیايي مسوولینو په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې يې هلې ځلې زیاتې کړې او د ښار او ولسوالیو په دولتي او خصوصي روغتونونو کې یې د تشخیص ۹۵ مرکزونه پرانیستي دي.