د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار په پنځمه ناحیه کې د طالبانو پر یوه مرکز د دغې جبهې د غړو د برید په پایله کې، یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د تالقانو ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند نهر چمن سیمه کې ترسره شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې سیمې د خلکو او طالبانو ترمنځ نښتې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.