روغتیا

د مارچ ۲۱مه د ډاون سنډروم نړیواله ورځ سره سمون خوري

په افغانستان کې د ډاون سنډروم یو شمېر کسان وايي چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د دي ناروغانو يوازينى روزنيز مرکز له يوه کال راهيسې تړل شوى دى.

یو شمیر کورنۍ چې ماشومان یې په دې ناروغۍ اخته دي؛ دوی وايي چې په ټولنه کې یې ماشومان ځورول کېږي.

یو له دي ناروغانو او د هغه د کورنۍ په وینا، په کوڅه کې د هغه ځورول د هغو د ژوند ورځنۍ تجربی ده.

وزیراحمد، چې په دې ناروغۍ یو اخته کس دی وايي، غوره ګڼي چې له کوره بهر و نه وځي، تر څو یې خلګ مسخره نه کړي.

وزیر احمد ۱۹ کلن دی، او په ډاون سنډروم اخته دی،
وزیر احمد آمو ،ته د خپل ښوونځي د تعلیمي موضوعاتو په اړه وايي: «دا دیني برخه وه، د ریاضي برخه وه، نور ټول موضوعات مو زده کړل».

تر دوه کاله وړاندې يې د «ماشومانو د معيوبينو ښوونيز مرکز» په نوم په يوه مرکز کې زده کړې کولې، خو اوس هغه تعلیمي مرکز تړل شوی او وزیر احمد په کور کې شپې سبا کوي.

هغه وايي چې غواړي بېرته ښوونځي ته ولاړ شي او ډیر شیان زده کړي.

مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، په دي مرکز کې ۶۰ ماشومان د ډاون سنډروم په ناروغی اخته ماشومانروزل کېدل.

په ډاون سنډروم اخته کسان هغه کسان دي چې د کروموزوم ۲۱ اضافي کاپي سره زیږیدلی وي چې د دوی فزیکي او ذهني وده کې ځنډ او معلولیت رامینځته کوي.

خو دا ماشومان چې د خپل شاوخوا نړۍ څخه ناخبره دي، غواړي پرمختګ وکړي، کار وکړي او ښوونځي ته لاړ شي.

هغه ميندې چې ماشومان يې د ډاون سنډروم لري، وايي چې ماشومان يې د نورو ماشومانو په څېر په ښوونځيو کې نه منل کېږي، او په ځينو مواردو کې دا ماشومان په ټولنه کې ځورول کېږي هم.

د دغو کسانو مور، چې د ډاون سنډروم لري، آمو : ته وویل: «دوی د لیدلو ستونزې لري. سترګې يې نه ويني او له ډیرو ستونزې سره مخ دي.

ځکه چې دوی د کور په کونج کې دي او کله چې دوی بهر وځي نو دوی ورته وحشي او لیونی بولي.

د دغو ماشومانو ځانګړي ښوونکي وايي، د ټولنې او کورنیو د پوهاوي نشتوالی د دې ډلې د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کوي او د ټولنې د پوهاوي ترڅنګ ځانګړې ښوونیزې او طبي مرستې هم د خلکو د ژوند د کیفیت له ښه والي سره مرسته کولای شي.

د دي ښوونکو له ډلې څخه یو تن فروزان فروتن وویل: موږ باید ښوونیز مرکزونه، ښوونځي او حتی جوماتونه او ټوله ټولنه خبر کړو چې زموږ په ټولنه کې دا ډول ماشومان شته او شته او څه باید وکړو چې دا ماشومان په ټولنه کې کولی شي د ځان ساتنه وکړي ».

په افغانستان کې د ډاون سنډروم د اخته کسانو دقیق احصایې شتون نلري.

خو د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، له هرو زرو ماشومانو څخه یو یې په دې جینیتکي ناروغۍ اخته کېږي.

په دې ناروغۍ اخته کسان د زده کړې ستونزې لري او ژر وده نه کوي.

د ډاون سنډروم نښې نښانې په اسانۍ سره په ظاهري بڼه لیدل کیږي او ۹۹٪ ظاهري څېری یې یو شان وي.