Uncategorized @ps ښځې

په ژنیوا کې د افغانستان د سفارت دویم سکرتر: په هېواد کې د هزاره ګانو او اقلیتونو پر وړاندې هدفي بریدونه مخ په زیاتېدو دي

په ژنیوا کې د افغانستان د سفارت دویمې سکرترې ثریا عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې وویل چې، په هېواد کې د هزاره ګانو او اقلیتونو پر وړاندې هدفي بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

عزيزي وايي، چې دا هدفي بريدونه لا هم د کورنيو ترمنځ د وېرې لامل ګرځي.

نوموړی وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پرمختګ د تامین لپاره د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا ده.

په ژنیوا کې د افغانستان د سفارت دوهمې سکرترې په دې غونډه کې وویل چې؛ دا مهال په هېواد کې اقلیتونه د طالبانو په حکومت کې استازي نه لري.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې، د دوی حکومت ټول شموله دی او د هېواد د ټولو وګړو حقونه په کې تضمین شوي دي.

خو په ژنیوا کې د افغانستان د سفارت دویمې سکرترې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې د طالبانو له خوا د مذهبي آزادۍ پر محدودیتونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې، جبري مهاجرت، د ژبو ګوښه کول او د مرستو په بهیر کې لاسوهنه د دې لامل شوي دي چې دا اقلیتونه نور هم شاته وغورځول شي.

ثریا عزیزي د دې اقلیتونو په ډله کې د «تاجک، ترکمن، ازبک، هندو، سک، عیسوي…»نومونه یاد کړل.