افغانستان

طالبانو په جوزجان او پکتیکا کې درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه درې تنه په پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۳) د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې یو کس د “اخلاقي فساد” په تور په ۳۰ ورځني تعزيري حبس محکوم شو.

دغه راز د دغې خبرپاڼې پربنسټ، د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالبانو د جوزجان ولایت په قوشتيپې ولسوالۍ کې دوه کسان د”غلا” په تور په درو وهلي.

که څه هم طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی زیاته کړه چې په جوزجان کې د ياد تورن کسان هر یو په ۲۲ او ۱۵ درو وهل شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په جوزجان ولایت کې یې یو تورن په یو کال تنفيذي حبس هم محکوم کړى.