Uncategorized @ps ورزش

کرکټ بورډ د «قوش تپې» شل اوریزه کرکټ جام د پیل نیټه وټاکله

د افغانستان کرکټ بورډ نن (پنجشنبه) د یوې غونډې په ترڅ کې د «غوشتپې» شل اوریزه کرکټ جام د پیل نیټه اعلان کړه.

ټاکل شوې د دې سياليو لومړۍ لوبه د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه په کندهار ولايت کې ترسره شي.

په دي سیالیو کې د مس عینک، بندآمیر، سپین غر، آمو او بست لوبډلې ګډون کوي، چې د کندهار په کوربه توب ترسره کیږي.

د دې سیالیو په شلو ورځو کې به غړي لوبډلې له یو بل سره ۲۱ لوبې وکړي او وروستۍ لوبه به یې د ثور په اتمه نیټه ترسره شي.

د کرکټ بورډ ادارې ویلي، چې په دي سیالیو کې به مشهورې څېرې د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د غړو په توګه غوره شي او له همدې کبله د دي لیګ نېټه د ۲۰۲۴ کال د اپرېل له میاشتې څخه بدله شوه.

د کرکټ بورډ د سيمه ييزو پروګرامونو مسؤول محمد نظيم عبدالرحيم زي د ملي لوبډلې د چمتووالي او د کرکټ په ډګر کې د پرمختګ لپاره د دي سياليو پر مهم رول ټينګار وکړ.

هغه وويل: د قوش تپې شلم جام د ځوانو لوبغاړو د تجربې ترلاسه کولو، په سيمه ييزه کچه د دې ورزش د ظرفيت لوړولو او پرمختګ لپاره يو مهم ګام دى.

«دا لیګ د نړیوال جام لوبو ته د ملي لوبډلې د چمتو کولو لپاره ډیر ارزښتناکه دی».

د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ به د هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په کوربه توب ترسره شي.