افغانستان

په بدخشان کې د «طالبانو پر ضد» ولسي لاريون دويمې ورځې وغځول شو

په بدخشان ولایت کې سرچینو آمو ته ويلي، چې د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته نن سهار د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکو هم لاریون پیل کړی دی.

په دغه ولایت کې یو تن اعتراض کوونکي ویلي، چې د طالبانو ظلمونه دومره حد ته رسېدلي چې نور د بدخشان د خلکو لپاره د زغم وړ نه دي او په همدې بنست غواړي له دغه ولایت څخه “طالبان وباسي.”

له بلې لخوا سرچینه زیاتوي چې طالبانو د خلکو د خورولو لپاره له وسلو کار اخیستی چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

طالبانو تراوسه د دغو لاريونونو په اړه څه نه دي ويلي.