افغانستان

د پاکستان له زندانونو ۱۵ تنه افغانان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې نن (شنبه د غويي ۱۵مه) د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه افغان اتباع خوشي شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله نيول شوي دي.

ویل کېږي دغو کسانو له ۲ څخه تر ۱۹ میاشتو د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.