سویلي آسیا

عمران خان د يوه پاکستاني وکیل په وژلو کې لاس لرل رد کړل

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، د وسله والو له خوا د عبدالرزاق په نوم د یوه پاکستاني وکیل په وژلو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

پولیسو د ۷۰ کلن خان پر ضد «په وژنه کې د مرستې» قضيه ثبت کړې.

عبدالرزاق محکمې ته د عمران خان پر ضد د عدالت غوښتنې شکايت کړی و او هغه یې د لومړي وزیر له څوکۍ له لیرې کېدو وروسته په «غدارۍ» تورن کړی و.

پولیسو ويلي، رزاق د سه شنبې په ورځ محکمې ته پر لاره د موټر سایکل سپرو وسله‌والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د دغه وکیل زوی سراج احمد چې خپله هم وکیل دی ویلي، عمران خان په دې وژنه کې لاس لري. خو عمران خان دغه ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي: «دغه وکیل چې وژل شوی. خپلوان يې وايي نوموړی د کورنۍ شخړې له امله وژل شوی دی. هغه نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې ووژل شو او تر وژل کېدو څلور ساعته وروسته د عدلیې وزیر، یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې تر شا د عمران خان لاس دی. یوازې په څلورو ساعتونو کې، فکر وکړئ! کله چې څوک ووژل شي، د بشپړې څیړنې تمه کیږي. له څلورو ساعتونو وروسته دې پايلې ته رسیږي چې عمران خان قتل دی.»

عمران خان تېر کال د پارلمان له خوا د باور رايې نه ترلاسه کولو له امله له دندې ګوښه شو او له هغه وخت راهيسې په محکمه کې د ده پر ضد لسګونه قضيې ثبت شوې دي. عمران دا ټولې قضیې جعلي بللې او ویلي یې دي چې دا د ده پر ضد یوه دسیسه ده.

عمران خان زیاتوي: «زه باید د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته لاړ شم او د خپلو ۱۶ قضیو لپاره ضمانت ترلاسه کړم. آیا له کوم بل سیاسي مشر سره دا کار شوی؟»

په همدې حال کې د پنجاب ایالت د حکومت ویاند بابر خان ویلي، که د وژنې قضیه محکمې ته لاړه شي، نو عمران خان به د دغه وکیل په وژنه کې تورن ثابت شي.