ساینس او ټکنالوژي

اپل پرمختللی هېډسټ نندارې ته وړاندې کړ؛ بیه یې ۳زره او ۴۹۹ ډالره ده

اپل شرکت د امریکا په کلیفورنیا کې په یو لړ مراسمو کې خپل ترټولو نوی محصول چې د «اپل پرو وېژن» په نوم یو هېډ سټ دی نندارې ته وړاندې کړ. دغه محصول په کوچني حجم سره، په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی.

د اپل اجرايي رییس ټېم کوک وايي: «د وېژن پرو معرفي، یو نوی کمپيوټر دی چې له ډیجیټلي نړۍ سره د رښتینې نړۍ له یووالي یو ترکیبي واقعیت جوړوي. دا د اپل لومړنی محصول دی چې له لارې یې ګورئ، نه په خپله هغه ته. ښايي اشنا وبرېښي، خو تازه څه دي. د دې په مرسته کولای شئ له ډیجیټل محتوا سره داسې اړیکه ټینګه کړئ، ته به وایې د تاسو په فیزیکي ځای کې دي.»

دا ټکنالوژي په سترګو، لاس او ژبې سره کار کوي. یوازې په لیدلو سره کولای شئ په دې سیستم کې پلټنه وکړئ. کله چې اپلیکېشن ته وګورئ، فعالېږي. هر ګرافیکي عنصر د تاسو د سترګو پروړاندې غبرګون ښيي. کولای شئ خپلې ګوتې هم پرې ولګوئ ترڅو یو څه وټاکئ. د لاسونو او سترګو ترکیب به حیرانوونکې تجربه رامنځته کړي، سم لکه څنګه چې ستاسو مغز دا بهیر پرمخ بوځي. داسې برېښي چې له دغه محصول څخه د خلکو هرکلی ډېر ښه و.

د تکنالوژۍ زړه بنسټ جوړونکې کارولینا مینالزي وايي: «فکر کوم چې دا محصول له هغه څه چې تمه کېده ښه و. که مو د خلکو غبرګون لیدلای وای، ډېر حیرانوونکی و. د دې محصول بیه تر اوسه په لویو بازارونو کې نشي توجیه کېدای؛ خو زما په اند کله چې پر دغه محصول شوې بانګونې ته غور وکړو، ګورو چې ښايي دا بیه سمه وي. یو ډېر په زړه پورې توپیر دا و، چې اپل د لومړي ځل لپاره د یوه محصول په اړه له سازماني پلوه خبرې وکړې او وروسته یې پلورونکو ته معرفي کړ. مخکې اپل د هېڅ محصول په تړاو دا کار نه و کړی.»

اپل وايي چې دا هېډ سټ به ۳ زره او ۴۹۹ ډالره بیه ولري او د راتلونکي زېږدیز کال له لومړیو به په امریکا او وروسته د نړۍ په نورو هېوادونو کې پلور ته وړاندې شي. د متا په شان نور شرکتونه هم پر ورته محصولاتو کار کوي.