د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.»
طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي.
تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون سرطبیب ډاکټر نورز ویلي چې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله تر اوسه ۴۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
پاکستاني جنګي الوتکو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځو ولایتونو، کونړ، پکتیا او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې پر جومات د برید راپور ورکړل شوی، او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ پر ملکي کورونو هم بریدونه شوي دي.
په کونړ ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د مرورې ولسوالۍ د برول سیمې پر یوه کور د شپې ناوخته هوايي برید شوی دی.
د دې سیمې د لېرې والي له امله تر اوسه د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بل لور ته، د پاکستان حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې تایید کړې چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او جماعتالاحرار اړوند درې هدفونه په نښه کړي دي.
