امنیت

کندهار کې د طالبانو والي: د جګړې پر مهال انتحاریان له پوهنتونونو څخه هم جذبېدل

شیرین آخند، کندهار کې د طالبانو والي

کندهار کې د طالبانو والي، ملا شیرین اخند د کندهار پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن اوس له منځه وړل شوی او د تېرې جګړې پر مهال د دوی په صفونو کې «له پوهنتونونو څخه هم استشهادیان» موجود وو.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو مراسمو کې د طالبانو د مشر مکتوبي پیغام هم د هغه د دفتر د استازي لخوا ولوستل شو چې پکې د «مسلمانانو د سیاست» پر زده کړه، د شریعت پر بنسټ د ټولنې پر ادارې او د اوسني نظام پر ساتنې ټینګار شوی دی.

هبت‌الله اخندزاده په دغه پیغام کې خبرداری ورکړی چې د مشرانو نافرماني د «فتنې» او د نظام د کمزوري کېدو لامل ګرځي؛ نوموړي له ګډونوالو غوښتي چې د جهاد ارزښت او اهمیت راتلونکو نسلونو ته هم انتقال کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په بدخشان کې د کانونو د استخراج پر سر د طالبانو د رهبرۍ او د هغوی د یو شمېر سیمه‌ییزو قومندانانو ترمنځ اختلافات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

په همدې حال کې، د طالبانو یو مشهور دروازی قومندان او په زابل کې د دوی پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح په وروستیو بدلونونو کې له خپلې دندې ګوښه کړل شوی، چې اوسمهال په بدخشان کې دی او د خپلو پلویانو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی.

 نوموړي تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې لس زره وسله‌وال ځواکونه په واک کې لري.

طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر وړاندې په خپله جګړه کې په پراخه کچه له انتحاري بریدونو څخه کار اخیستی، خو دا لومړی ځل دی چې لوړپوړي چارواکي یې په رسمي ډول له عصري پوهنتونونو څخه د دغو کسانو د جذبولو پخلی کوي.

له بلې خوا، په بدخشان کې د سیمه‌ییزو اوزبیک او تاجیک طالب قومندانانو او د قندهار د رهبرۍ ترمنځ په تېرو څو میاشتو کې د تریاکو د اړولو او د سرو زرو د کانونو پر سر خونړۍ نښتې او اعتراضونه شوي، چې د هبت‌الله اخندزاده د نوي پیغام لحن د دغو کورنیو مخالفتونو په وړاندې د سخت خبرداري په توګه ګڼل کېږي.