نړۍ

ایران خپل هایپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ؛ بلینکن: نه پرېږدو ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري

ایران د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون په يو لړ مراسمو کې د فتاح په نوم خپل لومړنی هایپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

تهران وايي چې هېڅ دفاعي سیستم نه شي کولای دغه توغندی له منځه یوسي.

د ايران د سپاه پاسداران هوايي ځواک قوماندان اميرعلي حاجي زاده وايي: «هغه توغندی چې نن نندارې ته وړاندې شو، داسې توغندی دی چې په نړۍ کې کم ساری دی؛ په دې ډول چې ددې توغندي په فعالېدو سره ایران د دغې ټکنالوژۍ لرونکو څلورو هېوادونو په ډله کې راغی.»

خو د دغه توغندي له فعالولو یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د AIPAC په غونډه کې، چې په امریکا کې د اسرایلو یوه لابي ډله ده وويل، ایران نه پرېږدي، اټومي جنګي وسایل ترلاسه کړي.

انتوني بلینکن وايي: «ایران نه شي کولی او نه به اجازه ترلاسه کړي چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.»

په همدې حال کې واشنګټن وايي، له ایران سره د کړکېچ د هواري لپاره لا هم ډیپلوماټیک حل ته ترجېح ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي: «موږ لا هم په دې باور یو چې ډيپلوماسي د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه په ثابته، اغېزمنه او دوامداره توګه د مخنیوي لپاره غوره لار ده. له دې سره په موازي توګه، اقتصادي فشار او مخنیوی زموږ ډیپلوماسي پیاوړې کوي. که ایران ډیپلوماټیکه لاره رد کړي، لکه څنګه چې ولسمشر بایډن څو ځله څرګنده کړې، ټول انتخابونه به د مېز پر سر وي.»

ایران تل ویلي چې د امریکا اقتصادي او سیاسي فشارونو ته به تسلیم نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې ایران په فلسطین کې د لبنان حزب الله او حماس په څېر ډلو مسلح کولو ته دوام ورکوي او روسیې ته يې هم جنګي وسايل ورکړي. هغه وايي چې د دې په بدل کې روسیه هم ایران ته پرمختللې وسلې ورکوي.