روغتیا

کندهار کې په ۵۰ میلیون ډالرو پانګونې د درمل جوړولو فابریکې د فعالیت پیلېدل

دا د کندهار په عینو مېنه کې د سنو فارما درمل جوړولو فابريکه ده، چې تازه یې توليد پیل کړی.

د ۷۰ پانګوالو له‌خوا د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه فابريکه په څه باندې شپږو کلونو کې جوړه شوې ده.

د کارخونې مسوولين وایي، توليد يې د روغتيا د نړيوال سازمان WHO او GMP پر معيار برابر دی او د ورځې  پنځه میلیونه تابلېت، دوه میلیونه او دوه سوه زره کپسول او سل زره بوتله شربت تولیدوي.

کندهار کې د سنو فارما فابريکې رییس محمد سعيد صديق وايي: «الحمدالله دلته په ډېر لوړ معيار موږ توليد لرو او زياتو کسانو ته مو د کار زمينه برابره کړې، چې ۹۰ سلنه یې افغانان دي، دا يو ښه پرمختګ دی.»

په دغه ستره توليدي فابريکه کې دا مهال له سلو زیات کسان کار کوي.

ددې فابریکې یو کارکوونکی محمد بصير وايي: «زه د فارمسۍ په برخه کې دنده لرم، ماشاالله ددې فابريکې زيات کارکونکي افغانان دي او دا چاره د پرمختګ په حال کې ده.»

کندهار کې د سنو فارما درمل جوړولو فابریکې مسوولين وایي نوي سلنه کارکوونکي يې افغانان دي، چې په راتلونکي کې به يې سلګونو تنو ته ورسوي.

دا مهال افغانستان ته درمل له پاکستان، ايران، هند، چين او يو شمېر نورو آسيایي او اروپایي هېوادونو واردېږي، چې د کورنیو درملو په پرتله ګران، خو د ځينو د کيفیت د ټيټوالي په اړه شکایتونه موجود دي، خو د سنو فارما توليدي فابريکې مسوولينو ویلي، چې د کیفیت او بیې له پلوه به په بازار کې لوی بدلون راولي.