روغتیا

روان کال کې افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ څلورمې پېښې ثبتېدل

ننګرهار کې د ګوزڼ ناروغۍ څلورمه پېښه ثبت شوه او دا ځل د محمد په نوم څلور کلن ماشوم پر دغه ویروس اخته شوی دی.

د محمد کورنۍ د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو سیمه کې اوسېږي او پلار یې وايي کابو پنځلس ورځي مخکې يې يو ناڅاپه د زوی پښو پړسوپ پیدا کړ او له ګرځېدو ولوېد.

د محمد پلار وايي: «موږ پوه شوي نه یو، خو  یو دم مو چې ولیده پښې یې وپړسېدې او  ناڅاپه یې سبا ته پښو کار پرېښوده، بیا ما ډاکتر ته بوته هلته یې معاینه وکړه نو بیا دا ناروغي مالومه شوه.»

هغه وایي د واکسین د نه عملي کولو له امله یې زوی پر ګوزڼ اخته شوی.

د ناروغ ماشوم پلار زیاتوي: «واکسین ډېر اړین دي، ما چې خپل زوی ته نه دي ورکړي دا ماشوم په دې حال شو، که یې نه کوئ لکه ما غوندې به مو ماشوم معلول او کورنۍ به ورسره خواشینې وي.»

پر ګوزڼ د اخته ماشوم ورور هم خپل او هم د خپل کوچني ورور راتلونکي ته اندېښمن دی.

د محمد ورور امان الله وايي: ««محمد مریض و، موږ ټول خپه وو، فکر مو کاوه چې مړ کېږي. هر ماشوم باید واکسین شي ترڅو نور ماشومان خوندي پاتې شي.»

اخوا، د ننګرهار ولایت اوسېدونکي بیا د ګوزڼ واکسین د تطبیق پر څرنګوالي نیوکه کوي او ادعا لري چې واکسیناتوران خپله دنده سمه نه ترسره کوي او ډېری ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وسیع‌الرحمن ابهام وايي: «د ګوزڼ وروستیو پېښو ته په کتو د دې پېښو اصلي عامل دا دی، چې په لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې واکسیناتوران څنګه چې اړتیا ده هغه ډول کار نه کوي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د روغتیا ریاست نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغې نوې بېلګې د ثبتولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ګوزڼ اخته دا ماشوم څلور کلن دی.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې د دې ته ورته بېلګو احتمال زیات دی.

دا په افغانستان کې په روان کال کې د ماشومانو د ګوزڼ څلورمه بېلګه ده چې ثبت شوې او دا څلورواړه ماشومان په ننګرهار ولایت کې ژوند کوي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې له منځه تللی، خو یوازې افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي چې لا هم دا ویروس د ماشومانو ژوند پکې ګواښي.