نړۍ

د ناټو سرمنشي: له دغه سازمان سره د اوکراین د یو ځای کېدو مخنیوی نه شو کولای

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ناروې په پلازمینه اوسلو کې سره راغونډ شوي ترڅو د ځينو موضوعاتو لکه ناټو سره د يو شمېر نویو هېوادونو د يو ځای کېدو په اړه خبرې وکړي.

د دې غونډې په څنډه کې د ناټو عمومي منشي وویل چې روسیه نشي کولی له دې سازمان سره د اوکراین د يو ځای کېدو مخه ونیسي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي: «د ناټو ټول متحدین موافق دي چې خپله ناټو او اوکراین په دې سازمان کې د اوکراین د غړیتوب په اړه پریکړه وکړي. روسیه نشي کولی د ناټو پراختيا ویټو کړي.»

له دغو څرګندونو مخکې د اوکراین ولسمشر مالدووا ته په سفر او له اروپایي چارواکو سره په کتنه کې وویل؛ اوکراین چمتو دی چې له ناټو سره یوځای شی. خو د دې لپاره د نورو هېوادونو اقدام ته اړتیا ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي: «غواړم ټینګار وکړم چې په دوبي کې د ناټو په غونډه کې، موږ د اوکراین د ګډون لپاره د يوې روښانه بلنې غوښتونکي يوو او د ناټو امنیتي تضمین هم اړین دی. په ژمنه کې هم له اروپايي اتحادیې سره زموږ د يو ځای کېدو په اړه روښانه او مثبتې پریکړې ته اړتیا لرو.”

له بلې خوا د وینزویلا د پارلمان یوه غړي چې هېواد یې له امریکا سره مخالفت لري او د روسیې له متحدینو څخه ګڼل کېږي، د چین له سي سي ټي وي خبري اژانس سره په خبرو کې له اوکراین د امريکا پوځي ملاتړ د جګړې د دوام لامل وباله.

د وینزویلا د د پارلمان غړی روډولفو سانز وايي: «اوکراین او روسیې ترمنځ کړکېچ یو له هغه لارو دی چې امریکا په ټوله نړۍ کې ناکراريو ته لمن وهي. امریکا له اور سره لوبې کوي او نړۍ د یوې نړیوالې جګړې لور ته بيايي. د امريکا له خوا اوکراین ته د جنګي او لوژستيکي وسايلو ورکولو جګړه اوږده کړې.»

د اوکراین جګړه ۴۶۲ ورځې ته ننوتې او د پای کرښه يې لا هم څرګنده نه ده.