نړۍ

په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکو برید؛ دوه تنه ټپیان شول

پر کي‌یف د روسیې د توغندويي او بې پیلوټه الوتکو له یو لړ بریدونو وروسته چې په پايله کې يې یو کس ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، مسکو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخ شو.

د روسیې د دفاع وزارت دا برید “ترهګریز” بللی او اعلان یې کړی چې اوکراین پر مسکو په برید کې لږ تر لږه ۸ بې پیلوټه الوتکې کارولي چې دوه یې د استوګنې پر ودانیو لګېدلې دي.

د سه شنبې په سهار د بې پیلوټه الوتکو ټکر د روسیې په پلازمینه کې د استوګنې ودانیو د ویجاړېدو لامل شو. د مسکو ښاروال ویلي چې په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د روسیې د څېړنو کمیټې ویانده سوتلانا پیټرنکو وايي: «د څېړنو کمیټې پلټونکي د بې پیلوټه الوتکو د ټوټو راټولولو په حال کې دي چې په مسکو کې پر ودانیو لګېدلې. د بې پيلوټه الوتکو د سقوط له امله څو ودانۍ زيانمنې شوې دي.»

پر اوکراین د روسیې د بريد له پیل وروسته د کي‌یف له خوا پر مسکو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله دا لومړنی لوی برید دی. د مسکو اوسېدونکي د اوکراین له خوا د لا زیاتو بریدونو د احتمال ویره لري او وايي چې ښايي کی‌یف پر روسیې نور بریدونه هم وکړي.

د بې پیلوټه الوتکې د سقوط د سیمې یو اوسېدونکی پاول پوزګو وايي: «البته داسې نورې ډېرې قضیې به هم پېښې شي. د برید تر شا کسانو په ښکاره ویلي چې دا بریدونه به دوام وکړي. ښکاره ده چې بې پیلوټه الوتکې دغه ودانۍ نه وه په نښه کړې. په ډېر احتمال سره چې د مرکز، دفاع وزارت یا کرملین یا بل څه په لور يې الوتنه کوله، تاسو ګورئ چې له ودانۍ سره ټکر شوه، په ​​​​تصادفي ډول يې ټکر وکړ.»

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د سې شنبې په سهار د اوکرایین پلازمېني د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړ.

د اوکراین دفاعي ځواکونو ویلي، د کی‌یف پر فضا یې لږ تر لږه ۲۰ روسيي بې پیلوټه الوتکې راغورځولي دي.

د مې په میاشت کې روسیې ۱۷ ځله پر کي‌يف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

اوس پر مسکو له مستقيمو بريدونو سره داسې ښکاري چې دغه جګړه د پخوا په پرتله ډېره خطرناک پړاو ته رسېدلې. روښانه نه ده چې د دغو بریدونو په غچ کې به څه ډول غبرګون وښيي.