نړۍ

په ایټالیا کې د دوه زره کلنو لرغونو سکلېټونو موندل

لرغون پېژندونکو له پومپئي ښار څخه درې اسکلېټونه وموندل چې د روم له لرغونی ښار دی او دوه زره کاله مخکې د اورغورځېدو له امله تر خاورو لاندې شو.

ګمان کېږي چې دا درې قربانیان، د تېښتې پرمهال د امن ځای په لټه کې وو، خو د دوه پوړیز کور چتونه پرې راولوېدل او دوی یې ترخاورو لاندې کړي وو.

د پومپئ د ریګیو په سیمه کې نوې کیندنې شوې دي، ویل کېږي چې په دغو برخو کې تراوسه کیندنې نه دي بشپړې شوې.

د پومپئ ښار د لرغون پېژندنې مسوولینو ویلي چې تازه کشف شوې سیمه یوه د جامو مینځلو برخه، د کار مېز، یو د جامو رنګولو لوښی، یوه د ډوډۍ پخولو ځای، د ژرندې برخه او د خوراکي توکو د برابرولو لپاره خونې پکې دي.

د لومړنیو ارزونو له مخې ښايي موندل شوي اسکلېټونه د دوو مېرمنو او یوه درې تر څلور کلن ماشوم وي.

لرغون پېژندونکو همداراز ددې کور په دهلیز کې دوې خونې په دېوالي انځورونو سره چې د لرغوني روم بېلګې یې انځور کړې، هم کشف کړې دي.

پومپئ د لرغوني روم یو پرمختللی ښار و چې ویل کېږي چې کابو دوه زره کاله مخکې له ټولو اوسېدونکو سره د اور غورځېدونکي غره په پېښه کې تر ځمکې لاندې شوي دي.