نړۍ

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو پیل شو

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو د یکشنبه سهار پيل شو او رجب طیب اردوغان له کمال قلیچ‌دار اوغلو سره سیالي کوي.

ترکان د رایو مرکزونو ته ځي ترڅو د اردوغان د حکومت دوام او یا د هغه د سیال د ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي.

۶۹ کلن اردوغان د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې د مې پر ۱۴ ترسره شول، له خپل سیال څخه څو میلیونه رایې مخکې شو، خو ۵۰ سلنه رایې یې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.

۷۴ کلن قلیچ‌دار اوغلو د شپږو مخالفو ګوندونو د ایتلاف نوماند دی او د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند مشري چې د ترکیې د بنسټ اېښوودونکي مصطفی کمال اتاترک له خوا رامنځته شوی و، پر غاړه لري.

قلیچ‌دار اوغلو او پلویان یې د ټاکنو په لومړي پړاو کې له شاته کېدو وروسته هڅه کوي په دې پړاو کې واک ته ورسېږي.

دا ټاکنې د ترکیې لپاره ډېرې ارزښتناکې دي. ځکه په دې پړاو کې ټاکنې نه یوازې د دغه هېواد د مشرۍ په اړه پرېکړه کوي، بلکې له روسیې او د فارس سمندرګۍ هېوادونو او لوېدیځ سره هم د اړیکو، اقتصاد، بهرنیو سیاستونو او همداراز د ترکیې د کډوالۍ سیاستونو په اړه پرېکړه کېږي.

د ټاکنو مرکزونه نن یکشنبه سهار ۸ بجې پرانیستل شوي او مازدیګر ۵ بجې به وتړل شي او د ټاکنو پایلې به د یکشنبې ورځې تر پایه اعلان شي.