افغانستان

طالبانو په کندهار کې شپږ تنه په دُرو ووهل

د چهارشنبې په سهار طالبانو د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې د زرګونو خلکو په وړاندې ۶ تنه په درو ووهل. په دوی کې پنځه د کندهار او یو یې د غزني ولایت و.

د کندهار يو اوسېدونکی احمدالله چې د دغو کسانو د وهلو پر مهال حاضر و، وايي چې ټول محکومين په عام محضر کې وهل شول.

د هغه په ​​وينا، هر يو مجرم ٣٩ دُرې ووهل شو او په دې محکمه کې د خلکو تر څنګ د کندهار سيمه ييزو طالب چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د طالبانو محکمې هم په يو خبرپاڼه کې ویلي، د چهارشنبې په سهار شپږ تنه چې د لواطت په جرم او یو تن چې د یوې میرمنې د تښتولو په جرم مجرم پیژندل شوي و، په سزا محکوم شول.

له بلې خوا د دې غونډې يو تن ګډونوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وايي.

هغوی وایی: “په نننۍ غونډې کې يوې ښځې د تښتوونکي په ګډون په درو وهل شوي کسان په درې کاله بند محکوم شول او يو بل تن هم د يوې ښځې د تښتونې په تور په شل مياشتني بند محکوم شو.”

د يادې سرچينې په وينا پر لواطت تورن کسان هم په بند محکوم شول، خو د بند موده يې مشخصه شوې نه ده.

په کندهار ولایت کې تر اوسه ۱۶ تنه د درو وهلو په سزا محکوم شوي چې ټول يې نارینه وو.

تر دې مخکې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و، چې په ټول افغانستان کې یې د قصاص ۱۷۵ فرمانونه، د سنګسار ۳۷ او پر محکومينو د دیوال د ړنګولو څلور فرمانونه صادر کړي.