سوداګري

ننګرهار کې د تېلو له ټيټ کیفیت نه شکایتونه

ننګرهار کې موټر چلوونکي د تیلو د کیفیت له خرابوالي او د تیلو په پمپونو کې د لیتر د اندازې د کچې له کموالي شکایت کوي.

دوی وايي له دې کبله دوی زیان ویني اولګښتونه يي هم زیاتیږي.

دوی له طالبانو غواړي چې دې ستونزې ته پام وکړي او د حل له پاره یې اقدام وکړي څو دوی له روان ناسم حالت څخه وژغورل شي.

په دې ولایت کې موټر چلوونکي له بې کیفیته تېلو او د تېلو په یو شمېر پمپونو کې د ليټر د اندازې له کموالي شکایت کوي.

موټر چلوونکي وایي بې کیفیته تېلو له لوی زیان سره مخ کړي چې ډېری وخت یې کړې خواري د موټرو په ترمیم مصرفېږي.

ختیځ کې د تیلو سوداګرو او د پمپونو اتحاديې مسولین بیا د موټر چلوونکو یاده ادعا بې اساسه بولي او ډاډ ورکوي چې د دوی تېل نه بې کیفیته دي او نه یې هم د لیټر په اندازه کې کمی شته.

ختیځ کې د تیلو سوداګرو او پمپونو اتحادیې ویاند: سیف الدین ستوری وایی: «تر اوسه به داسې نه وي شوي چې کوم پمپ دې له یادو ستونزو له امله تړل شوی وي، مونږ له ښاروالۍ سره په همغږۍ هغه نرخنامه چې ټاکل کېږي یواځې کابل سره په یو روپۍ توپير دلته په ښه کیفیت تيل خرڅوو.»

ننګرهار کې د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې مسولین بیا د بې کیفیت تیلو د مخنیوي خبره کوي او زیاتوي چې په دغه برخه کې د پام وړ اقدامات کړي او د بې کیفیته تېلو مخه به ونیسي.

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې امر: مولوي عبدالعزیز حقاني وایی: «مونږ دلته په ننګرهار کې د تیلو د کیفیت نظارت کړی، نظارت کوو او بیا یې هم کوو چې په دې برخه کې ستونزې حل شي، په سلو کې ۸۰  سلنه ډاډ درکوو چې دلته اوس د تېلو کیفیت ښه شوی او دا ستونزه تر ډېره بریده حل ده.»

طالب مسوولین وایي د بې کیفیت تیلو د مخنيوي په برخه کې جدي دي او په دې وروستیو کې یې د یو شمېر ولایتونو  په سرحدي سیمو کې بې کیفیته تیل له بندرونو بیرته  ګرځولي دي.